انصار: (د مرغومی ۲۱مه)، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین په غزه کې د جګړې کمولو په هدف تېره ورځ ناوخته بحرین ته رسېدلی دی
نوموړي هلته تر رسېدو وروسته یو خبري کنفرانس ته ویلي چې اسرائیل باید د هغو کړنو مخه ونیسي چې د اغېزناکې حکومتولۍ هدف ته د رسېدو لپاره د فلسطینیانو وړتیا له خنډ سره مخ کوي.
نوموړي بحرین ته تر تګ وړاندې رام الله ته هم سفر کړی او هلته یې د فلسطین له مشر محمود عباس سره کتلي دي.
هغه په دې کتنه کې ویلي، چې امریکا د یو ازاد فلسطیني دولت جوړېدو ملاتړ کوي.
محمود عباس په لیدنه کې له بلنکین غوښتي چې اسرائیل باید د غزې په تړانګه او لوېدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر ضد له تاوتریخوالي لاس واخلي.
دا په داسې حال کې ده چې د بلنکین له سفر سره پر یو وخت اسرائیلو پر غزې خپلو بریدونو ته زور ورکړی.
د غزې روغتیا وزارت ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلو د بریدونو له کبله ۱۵۰ کسان وژل شوي دي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/29531